Banner

په زړه پورې اسلامي معلومات/ غزا

26.10.2010 17:12

حضرت يوشع عليه السلام
٠  د يوشع(ع) نسب له يوسف(ع) سره نښلي.
٠  يوشع(ع) د موسى(ع) ځايناستى او خليفه گومارل شوى و.
٠  يوشع(ع) د بني اسراييل قوم د بني افرائيم د قبېلې مشر و.
٠  يوشع(ع) ته د موسى(ع) په مړينې پسې سملاسي نبوت ورکړل شو.
٠  يوشع(ع) د فلسطين د نېولو پر سر له ٣١ واکمنو سره وجنگېدو او هغوى يې مات کړل.
٠  په قران شريف کې د يوشع(ع) نوم راغلى دى.
٠  په تورات کې د يوشع په نوم فصل د يوشع(ع) په هکله راغلى دى.
٠  تورات کې د يوشع(ع) په هکله درې نومونه دي.
٠  د قران کريم په دوه سورتونو کې د يوشع(ع) په هکله يادونه شوې.
٠  يوشع(ع) په ١١٠ کلنۍ کې وفات شوى دى.

حضرت داود عليه السلام
٠  د داود(ع) پلار الييث نومېدو.
٠  داود(ع) ديارلس وروڼه درلودل.
٠  داود(ع) په ٤٥ کلنۍ کې پيغمبر شو.
٠  داود(ع) د يروشلېم ښار خپله پلازمېنه ټاکلې وه.
٠  داود(ع) پر بني اسراييلو څلوېښت کاله واکمني وکړه.
٠  د قران شريف په ٦٧ ايتونو کې د داود(ع) يادونه شوې.
٠  د قران شريف په ١٦ سورتونو کې د داود(ع) نوم راغلى.
٠  داود(ع) د طالوت(ع) د پوځ سرتېرى و.
٠  داود(ع) نږدې ١٠٠ کاله ژوند کړى دى.
٠  داود(ع) نږدې ١٠١٥م ز کې مړ شوى.

حضرت سليمان عليه السلام
٠  سليمان(ع) په ١٠٣٥م ز کې زوکړېدلى دى.
٠  سليمان(ع) د دواود(ع) زوى دى.
٠  د سليمان(ع) مور بنت سبع نومېدله.
٠  د سليمان(ع) په وخت کې ملکه سبا د يمن واکمنه وه.
٠  د سليمان(ع) نږدې کس او وزير اصف بن برخيا و.
٠  سليمان(ع) څلوېښت کاله واکمني کړې ده.
٠  قران شريف کې ١٦ ځايه د سليمان(ع) يادونه شوې ده.
٠  د سليمان(ع) عمر شکي دى، ځينې يې ٥٣ او ځينې نور يې ٦٥ کلونه بولي.
٠  سليمان(ع) په بيت المقدس کې خاورو ته سپارل شوى.

حضرت ايوب عليه السلام
٠  په تورات کې ايوب(ع) ته جوب نوم ورکړل شوى.
٠  ايوب(ع) په عوض قبيله کې زوکړېدلى.
٠  په عبراني ژبه کې د ايوب(ع) نوم ارب دى.
٠  ايوب(ع) څلور مېرمنې لرلې.
٠  ايوب(ع) ١٣ کاله په مصيبتونو او ستونزو کې لگيا و.
٠  ايوب(ع) درې زره اسونه لرل.
٠  ايوب(ع) درې زره اوښان لرل.
٠  د قران شريف په څلورو سورتونو کې د ايوب(ع) يادونه شوې ده.
٠  په انعام او انبياء سورتونو کې يوازې د ايوب(ع) نوم راغلى.
٠  ايوب(ع) ١٤٠ کاله ژوند کړى دى.

حضرت يونس عليه السلام
٠  يونس(ع) په نينوا کې پيدا شوى و.
٠  يونس(ع) له موسى(ع) نه ٨١٥ کاله وروسته راغلى.
٠  د يونس(ع) پلار متي نومېدو.
٠  په عبراني ژبه کې د يونس(ع) نوم يوناه دى.
٠  يونس(ع) په ٢٨ کلنۍ کې پيغمبر شو.
٠  يونس(ع) د نينوا قبېلې د لارښوونې لپاره گومارل شوى و.
٠  د يونس(ع) د نبوت پېر له عيسى(ع) څخه نږدې ٧٠٠ کلونه وړاندې بلل کېږي.
٠  يونس(ع) په نينوا ښار کې پيغمبر شو.
٠  يو کب خپلې خېټې ته يونس(ع) ننباسلى و او د څښتن(ج) په امر يې بيا د فرات سيند پر غاړه وغورځاوه.
٠  کب پر اوه سمندرونو يونس(ع) گرځولى و.
٠  په انبياء او القلم سورتونو کې يونس(ع) ته ذوالنون او صاحب الحوت نومونه ورکړل شوي.
٠  په شپږو سورتونو کې د يونس(ع) يادونه شوې ده.
٠  د قران شريف په ١٨ ايتونو کې د يونس(ع) په هکله بيان راغلى.
٠  يونس سورت د يونس(ع) په نوم رالېږل شوى دى.
٠  يونس(ع) ٤٠ ورځې د کب په گېډه( خېټه) کې و.
٠  يونس(ع) چې د کب له گېډې ووت، نو څلور رکعته لمونځ يې د مننې لپاره وکړ.
٠  يونس(ع) چې د کب له گېډې ووت د کدو د بوټي لاندې کېناست.
٠  يونس(ع) په نينوا کې مړ شوى دى.

نصرت 26.03.2011 10:13

ګرانه وروره خدای خو دی کامیابی په نصیب کړه که دا لړی دی روانه وساتله نو خپلو هغه مسلمانو ورڼوته به دی یو څه کړی وی چی په دی اړه لږ معلومات لری هیله ده چی دا لړی روانه وساتی
ستاسی د لاکامیابی په هیله په نیکو دی پام شه او له بدو په امن واوسی

عبدالستار مسلم 09.03.2011 08:08

لمړی زما سلامونه ومنی
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته !
زه ستاستو دهلو ځلو څخه ډیره مننه کوم چي تاسو په خپل ويب پاڼه کي اسلامی معلومات ایښودلی دي اوستاستو ددرانه حضورڅخه په راتلونکی کي هم د نوراسلامی معلومات اوداسی نورڅه په کي واچول شی چي دافغانستان دټول اولس او خلګو ته ګټور تماس سي تل دي وي ستاسو ويب پاڼه تل درته دبریاپه هیله

عبدالستار مسلم دهلمند ولایت دموسی قعله ولسوالی اوسیدونکی

ګرانو کارکوونکو که چیري تاسی په هلمند کي او هم په موسی قعله کي کوم څه ته ضرورت ولري زه به یی ترخپلو وسه پوري درپوره کم
abdulsatar_muslim@yahoo.com

محبوب 26.10.2010 18:48

سلامونه اونیکی هیلی
عزتمنده ډیرغوره اوپه زړه پورې معلومات دی٠
هیله ده چه دا لړۍ نوره هم اوړده کړې او دنورو پیغمبرا نو په هکله هم په زړه پوری معلومات مونږ ته ډالۍ کړې ٠
په درنه مېنه ٠
ستاسي ورور ؛ محبوب

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.